خوست: د لمریزې بریښنا پروژې چارې دوام لري

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ په ستر کلي کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د پاملرنې مؤسسې له لوري، د ابادۍ پروګرام تر چتر لاندې چې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې له لوري تمویلیږي د سولر میني ګریډ سیستم تر کار لاندې دی، دغه پروژه اتلس […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ په ستر کلي کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د پاملرنې مؤسسې له لوري، د ابادۍ پروګرام تر چتر لاندې چې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې له لوري تمویلیږي د سولر میني ګریډ سیستم تر کار لاندې دی، دغه پروژه اتلس کیلو واټه AC برېښنا تولیدوي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزارت د نورمونو سره سم ۱۸۰ کورنیو ته بریښنا ورکوي. د دې پروژې په تطبیق سره به د نوموړي کلي د خلکو تیاره کورونه روښانه شي. دا لومړۍ ځل دی چې په سپیره ولسوالۍ کې دا ډول پروژه د خوست د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ پلي کیږي، یاده دې وي چې د ورته پروژې چارې به د صبریو ولسوالۍ په زمبر کلي کې هم په نږدې راتلونکې کې پیل شي.