خوست:د څو استنادي دیوالونو پروژې بشپړې شوې

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹) یادې پروژې د خوست ولایت په علیشیرو, تریزیو او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې بشپړې شوې. په دواړو ولسوالیو کې د ۲۷۰ مترو په اوږدوالي د درې استنادي دیوالونو شامل دي چې چارې یې د افغان پرمختیایي موسئسې له لوري د خوراک نړيوال پروګرام په مالي مرسته تر سره شوې. په یاده بودیجه […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹) یادې پروژې د خوست ولایت په علیشیرو, تریزیو او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې بشپړې شوې.
په دواړو ولسوالیو کې د ۲۷۰ مترو په اوږدوالي د درې استنادي دیوالونو شامل دي چې چارې یې د افغان پرمختیایي موسئسې له لوري د خوراک نړيوال پروګرام په مالي مرسته تر سره شوې.
په یاده بودیجه کې ۱۹ میلیونه او اته سووه زره افغانۍ پر بیارغونه او ۵۱ میلیونه افغانۍ ځايي خلکو ته د کار په بدل کې ورکړل شوې دي.
خان محمد طوطاخېل خوست کې د افغان پرمختیايي مؤسیسې د ساختمان پروژو مسئول په دې اړه وويل چې د يادې پروژې چارې د تېرو دريو مياشتو په موده کې په معياري توګه سرته رسيدلې دي چې مجموعې لګښت ورباندې ۲۴ ميليونه ۹ سوه زره افغانۍ راغلی دی. بلخوا بيا د خوست ولايت مرستیال والي د دغو پروژو له تمویلاونکو او تطبیق کوونکو مسئولینو کارونه وستایل او په ورته وخت کې یې له خلکو وغوښتل چې د دغې او دیته ورته نورو پروژو د ساتنې په برخه کې د لاس په کار شي. بايد ياده شي چې
د دغو پروژو په چارو کې د سیمې ځوانان له تیرو دریو میاشتو راهیسې په کار بوخت و، چې د پروژې تر بشپړیدو یې د کورنیو اړتیاوې د همدې لارې پوره کولې.