حيرتان به لکه د تېر په شان د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد مرکز وي

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشري ازبکستان هېواد ته د امارتي ادارو تللی پلاوی نن دوشنبه له یاد هېواد سره د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو او حفظ و مراقبت قرارداد لاسلیکولو وروسته هېواد ته راستون شو. دغه سفر له ډیرو لاسته راوړنو […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشري ازبکستان هېواد ته د امارتي ادارو تللی پلاوی نن دوشنبه له یاد هېواد سره د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو او حفظ و مراقبت قرارداد لاسلیکولو وروسته هېواد ته راستون شو.
دغه سفر له ډیرو لاسته راوړنو ډک وو، چې یوه مهمه لاسته راوړنه یې له یاد مسیر څخه د انتقالاتو پیل وو. له دې وروسته به د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې په نورمال ډول واردات او صادرات کیږي او حيرتان بندر به لکه د تېر په شان د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد مرکز وي.
د سفر نور جزئیات په راتلونکو نشراتو کې له هېوادوالو سره شریک کیږي.

د نشراتو آمریت
۲۴ سلواغه ۱۴۰۱ ه.ش