جوزجان: آقچه کې د غالیو د پروسس مرکز جوړېږي

له آقچې څخه د ترلاسه شوي خبر له مخې په دغه ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د غالیو د پروسس مرکز جوړېږي. دغه مرکز چې شاوخوا ۱۵۰ زره ډالر به پرې ولګول شي د یادې ولسوالۍ د نوآباد په ښارګوټي کې جوړېږي. د مسؤلینو په وینا په دغه مرکز کې به تولید شوې غالۍ […]

له آقچې څخه د ترلاسه شوي خبر له مخې په دغه ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د غالیو د پروسس مرکز جوړېږي.
دغه مرکز چې شاوخوا ۱۵۰ زره ډالر به پرې ولګول شي د یادې ولسوالۍ د نوآباد په ښارګوټي کې جوړېږي. د مسؤلینو په وینا په دغه مرکز کې به تولید شوې غالۍ پروسس او بیا بهر ته لېږلي کېږي. دوی زیاتوي چې د یادې پروژې په عملې کېدلو سره به شاوخوا ۱۲۰۰۰ کسانو ته د کار او ګټي وټي زمینه برابره شي.
۲۰۲۲/۱۱/۱