تیره اونۍ؛ کابل ښار کې نهه تنه مجرمین نیول شوي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د کابل امنیه قومندانۍ اړوند د اتمې حوزې منسوبینو پۀ تېره یوه اونۍ کې نهه تنه مجرمین نیولي. د دغو مجرمینو لۀ ډلې دوه تنه یې د موټرو د غلا پۀ تور، دوه تنه لۀ خلکو د ټلیفونونو او پیسو د غلا پۀ تور، دوه تنه لۀ کورونو د غلا او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د کابل امنیه قومندانۍ اړوند د اتمې حوزې منسوبینو پۀ تېره یوه اونۍ کې نهه تنه مجرمین نیولي.
د دغو مجرمینو لۀ ډلې دوه تنه یې د موټرو د غلا پۀ تور، دوه تنه لۀ خلکو د ټلیفونونو او پیسو د غلا پۀ تور، دوه تنه لۀ کورونو د غلا او درې تنه نور د ځینې نورو جرمونو پۀ تور نیول شوي دي.
د یادو مجرمینو دوسیې به تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.