تر کمپنۍ سړک د قرغې څلوېښت متره نښلوونکی سړک بیا ورغول شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۴) د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د پنځمې ناحیې اړوند تر کمپنۍ سړک د قرغې څلوېښت متره نښلوونکي سړک د پیل برخه بیا ورغول شوه. تر دې مخکې د یاد سړک ۱۰۰ متره لښتي د یو شمېر بې مسوولیته ښاریانو له خوا د کثافاتو او خاورو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۴) د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د پنځمې ناحیې اړوند تر کمپنۍ سړک د قرغې څلوېښت متره نښلوونکي سړک د پیل برخه بیا ورغول شوه.
تر دې مخکې د یاد سړک ۱۰۰ متره لښتي د یو شمېر بې مسوولیته ښاریانو له خوا د کثافاتو او خاورو اچولو له امله بند وو، چې د سړک د ویجاړېدو او د اوبو ډنډ کېدو سبب ګرځيدلي وو.
له تخنیکي مطالعاتو وروسته د ۴۰۰ متر مربع په پراخوالي د یاد سړک ویجاړه شوې برخه په بنسټیزه توګه بیا ورغول شوه.