بهرنیو چارو وزارت له سوډان څخه د بندو افغانانو دویمه جوپه هم را وایستله

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۱۱) د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت وایي چې په په پر له پسې هڅو سره وتوانیدل، څو له سعودي عربستان سره په همغږۍ او همکارۍ چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو دوهمه جوپه هم چې ٤٣ تنه دي ‏له یاد هېواد څخه په خوندي ډول د سعودي عربستان […]

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۱۱) د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت وایي چې په په پر له پسې هڅو سره وتوانیدل، څو له سعودي عربستان سره په همغږۍ او همکارۍ چې په سوډان کې د بند پاتې افغانانو دوهمه جوپه هم چې ٤٣ تنه دي
‏له یاد هېواد څخه په خوندي ډول د سعودي عربستان جدې ښار ته نقل کړي.
وزارت وایي: ایستل شوي کسان به د افغان قونسلګیری له لوري په هوټلونو کي ځای پرځای کیږي او په لنډ وخت کې به هېواد ته راستانه کړل شي.
وزارت خپلو هیوادوالو ته ډاډ ورکړی چې په سوډان کې د نورو بند پاتې افغانانو د خوندي اېستلو لپاره زموږ هلې ځلې روانې دي او په دې برخه کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده کوو.
د یادونې وړ ده چې دامهال په سوډان هیواد کې سختې خپلمنځي جګړې دوام لري، چې ډیری هیوادونو ترې خپل اتباع بیرته ایستلي دي.