بهرنیو چارو وزارت: بولدک کې پر پرونۍ پیښه خواشیني یو؛ باید د داډول پیښو مخنیوي ته جدي توجه وشي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) وروسته تر هغه چې تیره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپين بولدک-چمن د تګ راتګ پر لاره خواشینوونکې پېښه رامنځ ته شوه چې له کبله یې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله هم واوښته؛ د هیواد د بهرنیو چارو وزارت دغه پیښه د تأسف وړ بللې ده. وزارت په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) وروسته تر هغه چې تیره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپين بولدک-چمن د تګ راتګ پر لاره خواشینوونکې پېښه رامنځ ته شوه چې له کبله یې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله هم واوښته؛ د هیواد د بهرنیو چارو وزارت دغه پیښه د تأسف وړ بللې ده.

وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «‏د دغه ډول پېښو تکرار د افسوس وړ دی، اسلامي امارت په خپله برخه کې جدي هڅه کوي چې د داسې پېښو مخنیوی وشي او د پاکستان له حکومت څخه هم غواړو چې د داسې پاروونکو کړنو مخنیوي ته جدي توجه وکړي چي د تاوتریخوالي سبب ګرځي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.»