بهرنیوچارو وزارت له ازبکستاني لوري سره د بریښنا په ستونزو خبرې کړې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۳) ‏نن د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين الحاج شير محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف سره له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا په لېږد کې د ستونزو له امله اړه ټليفوني خبرې وکړې. ښاغلي ستانکزي صاحب د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ته وریاده […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۳)
‏نن د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين الحاج شير محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف سره له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا په لېږد کې د ستونزو له امله اړه ټليفوني خبرې وکړې.
ښاغلي ستانکزي صاحب د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ته وریاده کړه چې. ‏د ازبکستان وارداتي برېښنا کې د کمښت له امله د ژمي په موسم کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ځينو ولایتونو کې ستونزې راولاړې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ازبک لوري څخه وغوښتل چې د وارداتي برېښنا کچه هغې اندازې ته ورسوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرې واردمخه ‏هوکړې شوې ده.
ښاغلي عصمت الله ایرګشوف هم ياده ستونزه ومنله او زياته يې کړه چې په دې تړاو يې د ازبکستان د برېښنا له وزارت سره خبرې کړي او هغوی د يادې ستونزې لامل په ازبکستان کې د سړې هوا په رارسېدو سره د برېښنا کمښت او هم ځينې تخنيکي ستونزې يادې کړي دي.

‏ښاغلي ایرګشوف وويل، چې د دوی د هڅو په پايله کې د برېښنا د لېږد کچه یو څه لوړه شوې ده او کوښښ کوي چې افغانستان ته د برېښنا کچه لا زياته شي.