بنګله دېش: د خوراکي توکو په یوې کارخونه کې اورلګېدنې تر ۵۰ ډېر کسان وژلي

د بنګله دېش پلازمېنې ”داکه“ ته څېرمه په یوه صنعتي ښار ”روپګانج“ کې د خوراکي توکو په یوې سترې کارخونه کې اور لګېدنې تر ۵۰ ډېر کسان وژلي دي، د معلوماتو له مخې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي چې کره شمېره یې لا هم نه ده معلومه شوې. د معلوماتو له مخې، دا […]

د بنګله دېش پلازمېنې ”داکه“ ته څېرمه په یوه صنعتي ښار ”روپګانج“ کې د خوراکي توکو په یوې سترې کارخونه کې اور لګېدنې تر ۵۰ ډېر کسان وژلي دي، د معلوماتو له مخې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي چې کره شمېره یې لا هم نه ده معلومه شوې.

د معلوماتو له مخې، دا اور لګېدنه تېره ورځ را منځ ته شوې چې تر اوسه پورې دوام لري، د فرانسې خبري اژانس ویلي، دې ۲۴ ساعته اور لګېدنې تر دا مهاله د ۵۲ تنو ژوند اخیستی او لسګونه وګړي یې ټپیان کړي دي.

په لومړي سر کې ځایي پولیسو د دریو تنو د وژل کېدو راپورونه ورکړل، خو چې وروسته یې د پلټنې چارې پیل کړې، لسګونه مړه جسدونه یې هغه وموندل چې په کار خونه کې بند پاتې شوي وو او د اور خوراک شوي وو.

د دویچه وله رسنۍ د راپور له مخې، د سیمه ییزو پولیسو مشر اعلان وکړ، چې اور وژونکې ډلې د خوراکي توکو د کارخونې په دویم او دریم پوړ کې ۱۲ تنه بند پاتې کار کوونکي ژغورلي دي.

د ژغورنکې ډلې په وینا هغه مهال چې دې سترې ودانۍ اور اخیسته، ۱۰۰۰ تنه وګړي پکې مېشت وو، چې تر اوسه یوازې د ۵۲ کسانو د وژل کېدو او لسګونو د ژغورل کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو د نورو په اړه لا هم رسنیو څه نه دي ویلي.

هېره دې نه وي، چې تر دا مهاله په یاده ودانۍ کې د اور لګېدنې لامل نه دی په ګوته شوی.