بنسټيزې پروژې مو بسياينه تضمينولی شي

د ورځې خبره له نېکه مرغه وړمه ورځ د اقتصادي کمېسېون په يوه غونډه کې له مزار څخه تر هرات او بولدک د وسپنې پټلۍ غځولو پر يوه ستره پروژه د کار پيلولو فيصله وشوه. ياده پتلۍ چې ۱۴۷۰ کيلومتره اوږدوالی لري، ۹ ولايتونه، اووه بندرونه او له څلورو ګاونډيو هېوادونو سره زموږ اړيکې جوړوي، […]

د ورځې خبره

له نېکه مرغه وړمه ورځ د اقتصادي کمېسېون په يوه غونډه کې له مزار څخه تر هرات او بولدک د وسپنې پټلۍ غځولو پر يوه ستره پروژه د کار پيلولو فيصله وشوه. ياده پتلۍ چې ۱۴۷۰ کيلومتره اوږدوالی لري، ۹ ولايتونه، اووه بندرونه او له څلورو ګاونډيو هېوادونو سره زموږ اړيکې جوړوي، اټکل دی چې د د رېيو کلونو په موده کې به سرته ورسېږي.
د يادې پټلۍ بل ښه والی دادی چې تر ډېره له سختو غرنيو سيمو چپه او عموماً هوارو ميداني علاقو کې تېرېږي، هغه څه چې د جوړېدو چارې اسانوي او لګښت يې کموي. دغه راز بل ارزښت يې دادی چې موږ د چابهار، بندرعباس، ګوادر او کراچۍ غوندې سمندري بندرونو سره نښلوي او په دې توګه زموږ په صادراتو، وارداتو او ټوله سوداګري کې په زړه پورې آسانتياوې او پرمختګونه منځ ته راتلای شي. دا چې زموږ هېواد په وچه کې راګير او سمندر ته لاره نه لري ،نو لکه همدا اوس چې ليدل کېږي په صادراتو مو له خپله ځان ډېر لګښت کېږي چې طبعاً په نړيوالو بازارونو کې بيا هماغسې ګران نه شي پلورل کېدای او همدارنګه واردات هم ډېر ګران را ته پرېوځي چې زموږ بې وزله ملت يې له رانيولو عاجز وي،خو دغه ستونزه بيا د همدغه شان ښولارو سړکونو او پټليو په واسطه تر ډېره هوارېدلی شي. په همدې توګه سمې لارې نه يوازې زموږ لپاره د کورني لېږد رالېږد په برخه کې ډېره آساني او ارزاني راولي، بلکې د نورو هېوادونو د ټرانزيټ راجلبولو له درکه هم ډېر عوايد په لاس راکوي. په هر صورت دا او دې ورته نورې بنسټيزې پروژې پرته له شکه هېواد آبادولی او پرځان بسيا کولی شي. د مثال په ډول که د زراعت برخه کې د نهرونو جوړولو او نويو کروندو آبادولو ته پاملرنه وشي، ډېر ژر به زموږ جنګ ځپلی ولس د خوراکي توکو له پلوه په کور د ننه له د غلو دانو له وارداتو بې غمه شي. ځکه زراعت زموږ يو داسې اقتصادي فعاليت دی چې تقريباً ۸۵ سلنه وګړي مو په کې بوخت دي. دغه راز معدنونه زموږ يوه بله مهمه شتمني ده چې که خپل کورني ځواکمن شرکتونو ورته مخکې او د استخراج برخه کې پانګونه وکړي، د هېواد اقتصاد به خورا لنډه موده کې ډېر لوړ او لکونو هېوادوالو ته به کاري زمينې وموندل شي. پر دې اساس ويلی شو چې که افغانان واقعاً رښتيني خپلواکي، عزت او د نړۍ له مغرضو جهتونو خونديتوب غواړي نو چې په هره بيه وي، پر همدغسې لويو توليدي او بنيادي پروژو دې کارونه پيل او په دې توګه دې ځان له پردي احتياجه وژغوري. لنډه دا چې زموږ واړه او زاړه، خواص او عوام، حکومت او رعيت بايد په دې باوري شي چې دا وخت په ګرده نړۍ کې د مادي ګټو په سرخورا بې رحمه سيالي روانه او په ګټلو کې يې له هېڅ ډول ظلم، وحشت او ناروا نه مخ نه اړوي مطلب دا چې د نن له وحشي او ماده پرسته انسانانو د خلاصون يوازنۍ لاره داده چې ځواکمنې مټې، پرځان بسيا اقتصاد او بشپړ دفاعي وسايل ولرو، نه دا چې د اغيارو د بشري حقونو او انساني خواخوږۍ په دروغجنو شعارونو دوکه شو.