بلخ: د ۴۵ زره ډالرو په ارزښت غلا شوي سره زر بیرته خپل مالک ته وسپارل شوه

الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۱۹) د بلخ ویښو او بیداره امنیتي ځواکونو د یو لړ کشفي معلوماتو پر اساس درې تنه ښځي د ۴۵ زره ډالرو په اررزښت د سروزرو سره یو ځای ونیولې، چي د یادو دریو ښځو سره یو نارینه غل هم شامل وو تښتېدلی او په همدې موخه نن د پنج شنبې […]

الاماره (پنجشنبه ۱۴۴۴/ذي القعده ۱۹)

د بلخ ویښو او بیداره امنیتي ځواکونو د یو لړ کشفي معلوماتو پر اساس درې تنه ښځي د ۴۵ زره ډالرو په اررزښت د سروزرو سره یو ځای ونیولې، چي د یادو دریو ښځو سره یو نارینه غل هم شامل وو تښتېدلی او په همدې موخه نن د پنج شنبې په ورځ وروسته له غرمې د بلخ په ښاري محکمه کي غلا سوي سره زر بیرته خپل مالک همایون پوپل ته وسپارل سوه.

په پیل کي د بلخ د ښاري محکمې رئیس مولوي عبدالجلیل وهاج وویل امنيتي ځواکونو د یولړ کشفي معلوماتو پر اساس يو کرولا شکمن موټر تعقيبوی، چي بالاخره له دوو ساعتونو وروسته وتوانېدل، ترڅو دغه موټر ودروي او له شکمن کس څخه پلټني او پوښتني وکړي، یادو کسانو غوښتل د امنیتي ځواکونو له چیک پواینټ څخه تیښته وکړي، چي په پایله درې ښځي ونیول سوې او یو نارینه وتښتېد، د مولوي وهاج په خبره د امنیتي ځواکونو له لوري یې د نیول کېدو هڅي رواني دي.

د بلخ د امر امنیت مولوي عبدالحي عابد په خبره، امنیتي ځواکونو یاد غله د پرون راهیسي بلخ ښار کي د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کي تعقیبول، چي وروسته یې په ډېر مهارت سره ونیول، د دې ترڅنګ یې د بلخ ټولو اوسېدونکو ته پوره ډاډ وړاندي کړ، چي امنیتي ځواکونه یې شپه او ورځ د خپلو خلګو د امنیت خوندي کېدو په موخه هڅي کوي او پر خپلو دندو به وي او دوی به هیڅکله غلو، انسان‌تښتونکو، ساقیانو او د نورو ناوړه اعمالو لرونکو کسانو ته اجازه ورنه‌کړي، مولوي عبدالحي عابد د خپلو خبرو په وروستیو کي وویل؛ دوی به یاد نیول سوي ښځینه غلې عدلي او قضايي اُرګانونو ته وسپاري.

وروستیو کي همایون پوپل د افغانستان اسلامي امارت او د بلخ امنیتي ځواکونه څخه مننه وکړه، چي د څو ساعتونو په جریان کي یې غلاسوي سره زر د غلو څخه ونیول او نوموړي ته یې په سالم ډول وسپارل، هغه د بلخ د اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چي د خپلو امنیتي ځواکونو سره ودریږي او په هره برخه کي د دوی سره مرسته وکړي، ترڅو د غلو، انسان‌تښتونکو او د نورو ناوړه اعمالو لرونکو کسانو مخه په اسانۍ سره ونیول سي.