بلخ: د ښاروالي لخوا د شنې سيمې (ساحه سبز) جوړیدو چارې پیل شوي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د بلخ ولایت مرکز مزار شریف د ښاروالي لخوا د ساحه سبز «شنې ساحې» د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سیمه چې ۲۷۰۰ متره مربع مساحت لري چې دواړو خواوکې ۳ متره یې سړک ته ځانګړې شوې چې په دې سره به د روغتون مخې ته دواړه سړکونه به هم پراخ […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د بلخ ولایت مرکز مزار شریف د ښاروالي لخوا د ساحه سبز «شنې ساحې» د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه سیمه چې ۲۷۰۰ متره مربع مساحت لري چې دواړو خواوکې ۳ متره یې سړک ته ځانګړې شوې چې په دې سره به د روغتون مخې ته دواړه سړکونه به هم پراخ و مومې .

د مزار ښاروالۍ د انجینیرۍ برخې یو تن انجينر سيد محبوب وویل : چې په یاده سیمه کې د مزار ښاروالۍ له مقرراتو سره سم شنه سيمه جوړېږي چې په وینا یې دواړو خواوو ته یې ۳ متره سړک ور زیاته کیږي .

د قرار دادي شرکت مسؤلین وایي چې دا سيمه به په استندر او معیاري ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شئ .

دیادولو وړ ده چې دغه شنه سيمه به د ۴ میلیونه ۸۰۰ سوه او ۵۰ زره افغانيو په ارزښت د مزارشريف ښاروالۍ لخوا جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.