بلخ: د ناصر خسرو پروژې کابو ۱۰ زره او ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴) د بلخ ولایت د ځمکې د غصب د مخینوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه. په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې امارتي ځمکو باندې د جوړولو کارونو مخنیوی وشي او د هیئت د جوړیدو برخه کې خلکو ته د رسنیو له […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴) د بلخ ولایت د ځمکې د غصب د مخینوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه. په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې امارتي ځمکو باندې د جوړولو کارونو مخنیوی وشي او د هیئت د جوړیدو برخه کې خلکو ته د رسنیو له لاري پوهاوی ورکړل شي.
یاد هیئت دغه ولایت کې د ناصر خسرو پروژه چې نږدې ۱۰ زره او ۳۰۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده دولتي/ امارتي تصویب کړه او پریکړه یې وکړه چې دغه موضوع دې کمېسیون ته راجع شي.
په همدې حال کې، د لغمان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د قرغیو ولسوال سره له کتنې څخه وروسته د سرخکان کیلي له زنګوري سیمې څخه لیدنه وکړه او د ۸۶ جریبه کرنیزې ځمکې غاصبان يې تثبیت کړل.
پر دې سربېره، د خوست ولایت تخنیکي هیئت هم خپله ناسته جوړه کړه او دغه ولایت کې يې له ځینو غصب شوو سیمو څخه لیدنه وکړه. ددغه هیئت په ناسته کې، د صبرۍ ولسوالي د ښارګوټي د ۳۰۵ جریبه ځمکې په اړه بحث وشو.
یاد هیئت د کابل او د خوست ګمرک سړک ترمنځ ۱۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه او د هغې متصرفان له سندونو سره هیئت ته وغوښتل شول. دغه راز هیئت د زوړ ګمرک سیمه چې پخوا د مالکیت دعوا لاندې وه له نږدې بررسي کړه.
دغه هیئت د خوست ښار کې د حمام له مارکیټ څخه چې د ښاروالۍ اړوند دی، لیدنه وکړه او دوکاندارانو ته یې استعلام وویش. دغه راز هیئت د یو شخص او حج او اوقافو ریاست ترمنځ چې د محمد (صل الله علیه وسلم) پر جومات دعوا لري هم بحث وکړ او د سیګۍ دښتې د غاصبانو او استفاده کوونکو د تثبیت له پاره يې یو ټیم سیمې ته واستو.
د قندوز ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د کاري پلان د ترتیب او عملي کارونو په اړه بحث وشو. په دغې ناسته کې تصمیم ونیول شو چې په راتلونکو ورځو کې له پلان سره سم، د هیئت عملي کارونه هم پیلېږي.