بلخ: ‏د مزار ښاروالۍ په هڅو، په ښار کې ترافیکي اشارې فعالې شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) د مزار ښاروالۍ مسولین وایي چې د ترافیکي اشارو د بیا فعالیدو کار د ښاروالۍ لخوا په چټکۍ روان دی. د مزار ښاروالۍ د خدماتو عمومي مدیر حیات الله رسولي وایي چې په دې سره به په ښار کې د ترافیکي پيښو مخه ونیول شي. په همدې حال کې د ترافیکو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) د مزار ښاروالۍ مسولین وایي چې د ترافیکي اشارو د بیا فعالیدو کار د ښاروالۍ لخوا په چټکۍ روان دی. د مزار ښاروالۍ د خدماتو عمومي مدیر حیات الله رسولي وایي چې په دې سره به په ښار کې د ترافیکي پيښو مخه ونیول شي.

په همدې حال کې د ترافیکو مدیریت مسولین د مزار ښاروالۍ له دې اقدام څخه د خوښۍ تر څنګ وایي چې د دغو اشارو په فعالیدو سره به په ښار کې د ترافیکي پيښو مخه ونیول شي. نوموړی له خلکو غواړي تر څو ترافیکي اشارې مراعات کړي.

د یادولو وړ ده چې په مزارشریف ښار کې ترافیکي اشارې له څه مو دې له په دیخوا غیر فعاله شوې وې چې اوس مهال یې د مزارشریف ښاروالۍ لخوا د فعاله کېدو چارې روانې دي.