بلخ ته نوی سرپرست والي ور معرفي شو

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۸) د شنبې په ورځ د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا صاحب په موقت ډول د بلخ ولایت د چارو سمبالولو په موخه ددې ولایت د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو ته د سرپرست په توګه وروپېژندل شو. د پېژندني په یادو مراسمو کښي ددې ولایت د ملکي او نظامي ادارو د مسئولینو […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۸) د شنبې په ورځ د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا صاحب په موقت ډول د بلخ ولایت د چارو سمبالولو په موخه ددې ولایت د ملکي او نظامي ادارو مسئولینو ته د سرپرست په توګه وروپېژندل شو.

د پېژندني په یادو مراسمو کښي ددې ولایت د ملکي او نظامي ادارو د مسئولینو ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت د پلټني لوی رئیس مولوي سلطان‌محمد مفکر، د سمنګانو والي حاجي فضلي،د بلخ ولایت مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس او یوشمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.

د پېژندني مراسمو پيل کي د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس ددې ولایت د مخکني والي شهید الحاج مولوي محمد داوود مزمل ولس ته د ښه خدمت کولو او ددې ولایت د ټولو نظامي او ملکي چارو د ښه سمبالښت په موخه د هغه د کړنو، فعالیتونو او لاسته‌راوړنو یادونه او ستاینه وکړه او ویې ویل؛ شهيد الحاج مولوي محمد داود مزمل یو نه هېرېدونکی او د افغانستان اسلامي امارت د جهاد سرلاری او مبارز شخصیت وو، چي کړي خدمتونه به یې هیڅکله هم هېر نسي. ښاغلي ابو ادریس زیاته کړه؛ د اسلام د دښمنانو ددې ډول بُزدلانه کړنو په وړاندي به د اسلامي امارت ټول مسئولین او مجاهدین هیڅکله لاس تر زني کښېنه ني؛ بلکي مجرمین به پیدا او په سزا به یې رسوي او د خپلو خبرو په وروستیو کښي یې ددغه ولایت د ټولو نظامي او ملکي مسئولینو په استازیتوب سرپرست والي ته د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

له هغه وروسته کندهار والي او د چارو سمبالولو په موخه د بلخ لپاره موقتي سرپرست والي حاجي محمدیوسف وفا صاحب خبري وکړې. هغه په خپلو خبرو کي لومړی د شهید الحاج مولوي محمد داوود مزمل شهادت د افغانستان اسلامي امارت لپاره لویه ضایع یاده کړه او ویې ویل؛ ښاغلي مزمل د اشغال د ختم په وړاندي کلونه ـ کلونه کلکه او نه هېرېدونکې مبارزه وکړه او له فتحي وروسته یې ولس ته د ښه خدمت کولو او د نظام د ټینګښت په لار کي ځان قرباني او د شهادت لوړ مقام یې خپل کړ او زیاته یې کړه؛ اسلامي امارت له پيله په همدغسي قربانیو راروان دئ، ددې نظام د حاکمېدو لپاره ډېري وینی توی او قربانۍ ورکول سوې او اوس ددې نظام د ساتني او دوام په خاطر همدغسي قربانیو ته اړتیا ده.

حاجي محمدیوسف وفا صاحب وویل: « زه د مشرتابه په لارښوونه دلته د سرپرست والي په توګه ټاکل سوی یم، ترڅو چي مشرتابه دلته بل والي ټاکي زه به په پوره مېړانه او په ریښتني ډول خپل خدمت دلته وکړم، زه ستاسي د خدمت لپاره راغلی یم او شپه او ورځ به پر ځان یوه کوم، موږ د اسلام خادمان یو د دین خدمت به کوو، موږ ته ښه زمینه برابره ده او ټولي اړتیاوي مو هم پوره دي او باید هیڅ ډول غفلت ونه‌کړو.»

هغه د خپلو خبرو په وروستیو کښي ددې ولایت د ټولو نظامي او مُلکي ادارو مسئولینو ته په لاندنیو برخو کي جدي لارښووني او سپارښتني وکړې:
۱ـ ټول مسئولین خپل مسئولیت ته پوره پاملرنه ولرئ؛ هغه که په هره کچه وي، که پیردار وي، که چوکیدار وي، که قومندان وي، که رئیس وي، که د حوزې مشر وي، که هرڅوک وي.
۲ـ کوم مسئولین چي په خپلو اړوندو برخو کي ستونزي لری، همدا اوس یې د مرستیال والي او نورو مسئولینو سره شریک کړئ، که یې له هغه سره نسی شریکولای مخامخ یې زما سره شریکي کړئ، که بیا خدای مه کړه پېښه وسوه، هیڅ ډول عذر مو نه منل کیږي او بیا زه د هیچا پروا نه لرم.
۳ـ د خپلو صفونو تصفیې ته پوره پاملرنه ولرئ، څه کم دوه کلونه کیږي، چي هر وخت مشران او پلاوي راته وايي، چي باید خپلو صفونو ته پوره پاملرنه ولرئ؛ نو تاسي دا برخه جدي تعقیب او په خپلو صفونو کښي ناوړه کسانو ته اجازه مه ورکوئ.
۴ـ تاسي دښمن هیڅ مه پرېږدئ، هیڅکله دښمن ته اجازه مه ورکوئ او دښمن چي هر چیري وي له منځه یې یوسئ.