بغلان: ۴۵ زره کسانو ته د کار په بدل کې مرستې ورکول کیږي

الاماره (۱۴۴۴/رمضان ۳) د بغلان د اقتصاد ریاست مسؤلین وايي، چې په دې ولایت کې ګڼ وزګارو کسانو ته د خوراکي توکو د وېش په بدل کې د کار زمینه برابره شوې او خلک په خپلو سیمو کې کار کوي. د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخندازده رسنیو ته وویل، چې په دې ولایت کې […]

الاماره (۱۴۴۴/رمضان ۳)
د بغلان د اقتصاد ریاست مسؤلین وايي، چې په دې ولایت کې ګڼ وزګارو کسانو ته د خوراکي توکو د وېش په بدل کې د کار زمینه برابره شوې او خلک په خپلو سیمو کې کار کوي.

د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخندازده رسنیو ته وویل، چې په دې ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته ۴۵ وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې په خپلو سیمو کې پرې پلونه، پلچکونه، ویالې او ګڼ نور ځایونه جوړوي.
اخندزاده وویل: « دغه بشري مرستې یوازې د دې لپاره دي چې د خلکو لنډمهالې ستونزې هوارې کړي، خو په اوږد مهال کې مثبتې اغېزې نه‌شي کولای، ځکه د افغانستان اقتصادي ستونزو د هواري لپاره اړتیا ده چې په بنسټیزو پروژ کار وشي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي».

د بغلان اوسیدونکي وایي:چې د بشري مرستو د میکانیزم باید بدل شي چې له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا د افغانستان کورنی اقتصاد هم ورسره غوړیږي. خلکو ته ځينې فارمونه جوړ شي چې په هغه کې د چرګانو، حیواناتو او ځینې نور کارونه چې د باید په زراعت برخه کې پانګونه وشي او ګڼ نور کارونه ».

که څه هم د افغانانو د اقتصادي حالت ښه کېدو لپاره په تېرو دوو لسیزو کې د نړیوالې ټولنې پر میلیاردونو ډالرو سربېره بنسټیز کارونه نه دي شوي، خو اوس هېوادوال له اسلامي امارت څخه تمه لري چې افغانستان له شته ننګونو راوباسي او داسې بنسټیز کارونه ترسره کړي چې هېواد پر پښو ودرېږي او افغانان نورو ته له اړتیا وژغورل شي.