بغلان: څه د پاسه ۵۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه وژغورل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) بغلان کې د دولتي غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې ددې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې څه د پاسه پنځه زره جریبه ځمکه تثبیت او له غصب څخه یې وژغورله. د بغلان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست د معلوماتو برخې مدیر ولي آمرخېل وایي، چې بغلان کې د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) بغلان کې د دولتي غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې ددې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې څه د پاسه پنځه زره جریبه ځمکه تثبیت او له غصب څخه یې وژغورله.

د بغلان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست د معلوماتو برخې مدیر ولي آمرخېل وایي، چې بغلان کې د اماراتی، سلطاني، مرعي او وقفی ځمکو د غصب څخه د بیرته راګرځولو د تخنیکې کمېټې ټولو غړو او مشر یې قاری محراب الدین بلال د دوشی ولسوالۍ اړوند د کیله ګي په سیمه کې ۵۲۴۶ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او د غاصبینو له لوري پرې جوړ شوي کورونه یې ړنګ کړل.
امرخېل زیاته کړه چې ددې غصب عاملین عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي څو په دې اړه وضاحت ورکړې چې د کوم سند له مخې یادې دولتي ځمکې په خپلسري ډول غصب کړې وې.

د بغلان اوسېدونکي د حکومت ددې اقدام هرکلی کوي او ټينګار یې دادی چې یاده کمېټه دې د بغلان په ټولو برخو کې هغه دولتي جایدادونه بېرته وګرځوي چې د غاصبینو له لوري په تېرو څو لسیزو کې غصب شوي دي.