بغلان: څه د پاسه ۴۵ زره کسانو ته د خوراکي توکو په بدل کې د کار بهیر پیل شو

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) د بغلان د اقتصاد ریاست مسؤلین وایي، چې دې ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام ( WFP ) له لوري د خوراکي توکو په بدل کې دکار بهیر پیل شو. د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخندزاده د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د خوړو نړیوال پروګرام په بغلان […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۱) د بغلان د اقتصاد ریاست مسؤلین وایي، چې دې ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام ( WFP ) له لوري د خوراکي توکو په بدل کې دکار بهیر پیل شو.

د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخندزاده د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د خوړو نړیوال پروګرام په بغلان ولایت کې هره میاشت څه باندی ۶۲ زره اړمنو کورنیو سره دخوراکي توکو مرستې کوي چې ددې مرستو دیرش سلنه په وړیا ډول او اویا سلنه یې چې ۴۵۰۰۰ کیږي د کار په بدل کې ویشل کیږي.

اخندزاده زیاته کړه چې د مرستو دغه بهیر به د اقتصاد ریاست ترڅارنې لاندې په ولسوالیو کې دانکشافي شورا ګانو په مټ او د کلیو دپراختیا او بیارغونې دریاست په همغږۍ او مرسته ترسره کیږی .
دغه راز دولایت په مرکز او مربوطه ناحیوکې به د ګذر د وکیلانو په مټ د ښاروالۍ د ریاست په همغږۍ اومرسته دا بهیر مخته وړل کیږي .
د یادولو ده چې سیمه ییز خلک به خپلو اړتیاوو ته په کتو په خپلو کلیو کې هغه عام المنفعه کارونه ترسره کوي چې ترسره کولو ته یې اړتیا ډېره وي.
دغه بهیر تر راتلونکو شپږ میاشتو په ټول بغلان ولایت کی په منظم ډول مخته وړل کیږي.