بغلان: په نشه یي توکو د ۷۰ روږدو درملنه وشوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د بغلان امنیې قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت له لوري په مخدره توکو د ۷۰ د روږدو کسانو درملنه وشوه. د بغلان امنیې قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر ملامحمد نبي کامران وایي، چې په مخدره توکو د روږدو یادو ۷۰ کسانو درملنه له […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د بغلان امنیې قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت له لوري په مخدره توکو د ۷۰ د روږدو کسانو درملنه وشوه.
د بغلان امنیې قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر ملامحمد نبي کامران وایي، چې په مخدره توکو د روږدو یادو ۷۰ کسانو درملنه له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د بیا ژوند په نامه د یوه خصوصي بنسټ په مرسته د ۴۵ ورځو په موده کې ترسره کړې او اوس یاد روږدي جوړ او د خپلو کورنیو سره یوځای شول.
کامران زیاتوي چې یادو روږدو ته دوی فکري روزنه هم په دې موده ورکړې څو د فکري اړخه دغه کسان په ځان بسیا شي.