بغلان: نږدې ۳۰۰ وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) د بغلان د کلیو او پراختیا ریاست د غیردولتي مؤسسو په مرسته دې ولایت کې نږدې ۳۰۰ کسانو ته د نهه میاشتني کار زمینه برابره کړې. د بغلان د کلیو او پراختیا ریاست ویاند نصیراحمدطاهري وایي چې دې ولایت کې کلیو او پراختیا ریاست په خپلو چټکو هڅو سره ۲۹۰ کسانو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) د بغلان د کلیو او پراختیا ریاست د غیردولتي مؤسسو په مرسته دې ولایت کې نږدې ۳۰۰ کسانو ته د نهه میاشتني کار زمینه برابره کړې.

د بغلان د کلیو او پراختیا ریاست ویاند نصیراحمدطاهري وایي چې دې ولایت کې کلیو او پراختیا ریاست په خپلو چټکو هڅو سره ۲۹۰ کسانو ته چې د بې وځلۍ سره مخ وو د کار زمینه برابره کړې او د کار په بدل کې په تر لاسه کړو پیسو خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.
طاهري زیاته کړې چې هغو ۲۹۰ تنو کارګرانو ته چې د یوې میاشتې لپاره یې په بغلان ولایت کې د جنغارق او اجمیر کانالونو د بیارغونې په برخه کې کار کړی، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP )په مالى مرسته او د افغانستان د ټولنیزې پیاوړتیا موسسې (ASIO) له لارې کار کړی ۸۵۰۰ افغانۍ هر ګارګر ته وېشل شوي او اته میاشتې نور به هم دوام وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې موده ٩ مياشتې ده او د يادو کانالونو د کار له لارې ۲۹۰ تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده.