بغلان: د څه باندې ۱۰۰تنو دیني عالمانو او قاریانو د دستارفضیلت مراسم ترسره شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۵) د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د عمر بن الخطاب رض له مدرسې څخه څه باندې سل تنه دیني عالمان او قاریان فارغ شول. د دې مدرسې مسؤلین وايي، چې پوره ژمنتیا سره له کلونو راهیسې هڅې کوي څو دیني زده کړې نورې هم پراخې او سلګونه تنه ديني عالمان ټولنې ته […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۵) د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د عمر بن الخطاب رض له مدرسې څخه څه باندې سل تنه دیني عالمان او قاریان فارغ شول.
د دې مدرسې مسؤلین وايي، چې پوره ژمنتیا سره له کلونو راهیسې هڅې کوي څو دیني زده کړې نورې هم پراخې او سلګونه تنه ديني عالمان ټولنې ته وړاندې چې په دې هڅه کې یې تر ډېره بریالي شوي هم دي خو ددې مدرسې د تدریسي چارو د دوام پروړاندې اقتصادي ننګونې هغه څه بولي چې ښايي په راتلونکي کې ددوی فعالیت ټکنی کړي.

د بغلان والي سمیع الله حزب الله چې په دې فراغت غونډه کې برخه اخیستې وه ټينګار یې وکړ چې د عصري زده کړو تر څنګ د دیني زده کړو زده کړه هم د ټولو خلکو مسؤلیت دی او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د امن فضا په تامین سره زمینه برابره کړې چې د هیواد بچیان پرته له هر راز ویرې څخه د هیواد په ګوټ ګوټ کې عصري او دیني زده کړې ترسره کړي.