بغلان: د نفتي توکو او اوبلن ګازو ادارې غصب شوي جایدادونه له غاصبینو وګرځول شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د بغلان د نفتي توکو او اوبلن گازو ادارې هغه جایدادونه چې تېر شل کاله د ځينو زورواکو له لوري په بیلابیلو پلمو غصب شوي وو بېرته له غاصبینو وګرځول شول او د حکومتي عوایدو د لوړوالي په موخه په کرایه ورکول شول. قاري نصرت الله د بغلان د اوبلنو ګازو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) د بغلان د نفتي توکو او اوبلن گازو ادارې هغه جایدادونه چې تېر شل کاله د ځينو زورواکو له لوري په بیلابیلو پلمو غصب شوي وو بېرته له غاصبینو وګرځول شول او د حکومتي عوایدو د لوړوالي په موخه په کرایه ورکول شول.

قاري نصرت الله د بغلان د اوبلنو ګازو او نفتي توکو ادارې عمومي مدیر وایي چې ددې ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د نفتي توکو ادارې دوکانونه، د نفتي توکو ادارې ته څېرمه څلور جریبه ځمکه او د بغلان مرکز پلخمري کې د قصرطلايي د ودونو هوټل چې د یوه زورواکي له لوري غصب شوی وو بیرته ترې راګرځول شوی او نورو کسانو ته په کرایه ورکول شوی چې عاید یې د حکومت خزانې ته ځي.

قاري نصرت زیاته کړې چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د بغلان د نفتي توکو او اوبلنو ګازو عاید په شفاف ډول راټولیږي چې له امله یې په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی .