بغلان: د اوبو د دوو شبکو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۷) د بغلان په دوه ولسوالیو کې د اوبو د دوه شبکو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې . د بغلان د کلیو او پراختیا ریاست د مطبوعاتو چارو مسؤل نصیراحمد طاهري وایي چې د اوبو دغه دوه شبکې په دهنه غوري او د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ښکته تیموریانو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۷) د بغلان په دوه ولسوالیو کې د اوبو د دوه شبکو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د بغلان د کلیو او پراختیا ریاست د مطبوعاتو چارو مسؤل نصیراحمد طاهري وایي چې د اوبو دغه دوه شبکې په دهنه غوري او د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ښکته تیموریانو او حاجي نعیم په سیمو کې د ۶۰۰۰۲۲۳ افغانیو په ارزښت د افغانستان د وګړو د صندق یا AHF په مالي لګښت د کلیو او پراختیا ریاست په همکارۍ د اکتید موسسې له لوري جوړې او ګټې اخیستې ته وسپارل شوې .

طاهري زیاته کړه چې دغه دوه شبکې ۴۰۶۱ متره اوږدوالی لري چې کانکریټي ذخیرې یې ۴۰۰۰۰ لېټره او ۲۰۰۰۰ لېټره دي او څاګانې یې ۱۲۰ او ۹۰ متره ژوروالی لري.

دې پروژو کې ۱۲۰ عمومي او کور په کور نلکۍ د اوبو د ویش په موخه او د اوبو د راویستلو په موخه ۳۴ تختې سولرونه نصب شوي دي چې ورسره ۴۵۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.