بریښنا شرکت، د پرچاویو د مخنیوي په موخه د تره خیلو حرارتي دستګاه فعاله کړه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱9) د افغانستان برېښنا شرکت په کابل او ۱۱ نورو ولایتونو کې د پرچاویو کچې د را ټېټولو په موخه د ۶۰ میګاواټو په ظرفیت د تره خېلو حرارتي دستګاه چالانه کړه. دا په داسې حال کې ده چې ازبکستان له څو ورځو راهیسې په خپله خاوره کې د انرژۍ کموالي له […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱9) د افغانستان برېښنا شرکت په کابل او ۱۱ نورو ولایتونو کې د پرچاویو کچې د را ټېټولو په موخه د ۶۰ میګاواټو په ظرفیت د تره خېلو حرارتي دستګاه چالانه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې ازبکستان له څو ورځو راهیسې په خپله خاوره کې د انرژۍ کموالي له امله افغانستان ته خپله برېښنا ٪۶۶ را ټېټه کړې چې کابل او د وارداتي برېښنا په مسیر کې اړوند ولایتونه له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

همداراز هغه ولایتونه چې د ازبکستان برېښنا محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخ شوي، دوه دوه ساعته د ورځې او دوه دوه ساعته د شپې له خوا برېښنا ورته برابرېږي.

د افغانستان برېښنا شرکت د یادو ۱۱ ولایتونو سربېره د هرات ولایت پېرودونکو له حوصلې څخه، چې پکې د ترکمنستان مزي دوه پايې د طبیعي پېښې له امله زیانمنې شوي او څه باندې ٪۵۰ سلنه پېرودونکي يې ددې پایو تر بیا رغولو پورې له برېښنا څخه بې برخې دي، هم مننه کوي.
————-