بادغیس: قادس ولسوالۍ کې د کمیسیونونو مشترکه غونډه ترسره شوه

تیره ورځ د بادغیس ولایت دقادس ولسوالۍ په مربوطاتوکې  ددعوت ارشاد کمېسیون اودیادي ولسوالۍ دنورو کمېسیونونو مسؤولینو په ګډون  یو شانداره غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې علماء کرامو، قومي مشرانو، سپینږیرو او ځوانانو ګډون کړی ؤ په غونډه کې د بادغیس ولایت  ددعوت او ارشاد مسؤول همداراز د یادي ولسوالۍ مسؤلینو او د […]

تیره ورځ د بادغیس ولایت دقادس ولسوالۍ په مربوطاتوکې  ددعوت ارشاد کمېسیون اودیادي ولسوالۍ دنورو کمېسیونونو مسؤولینو په ګډون  یو شانداره غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې علماء کرامو، قومي مشرانو، سپینږیرو او ځوانانو ګډون کړی ؤ

په غونډه کې د بادغیس ولایت  ددعوت او ارشاد مسؤول همداراز د یادي ولسوالۍ مسؤلینو او د تعلیم او تربیې د مسؤلینو له لوري  هر اړخیزي ویناوي وشوي

همداراز  یادو مسؤلینو خلکو ته د سر او مال د امنیت او حفاظت په اړه ډاډ ورکړ  او د اسلامي امارت د پالیسي وضاحت ، اود ددښمن د زهرجنو تبلیغاتو له امله د ځینو راپیداشویو شکوکو او شبهاتو ازاله  یې وکړه اوخلکو ته یې پوره ډاډ ورکړ

غونډه  ددعائیې په لوستلو او دملکي خلکو له لوري د هراړخیزي مرستې په  ژمنه سره پای ته ورسیده

‏2021‏/7‏/12