باباجي کي د برمو د څاګانو د سرونو د پټولو په اړه غونډه وسوه:

  دهلمند ولایت باباجي ولسوالۍ کي د برمو د څاګانو د سرونو د پټولو په اړه د مسئولینو غونډه دایره سوه. دباختر اطلاعاتي اژانس د باباجي ولسوالۍ څخه خبر راکوي چي نن له غرمې مخکي ددې ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي مختارصاحب،امنیه قوماندان محترم سیف الرحمان صاحب ګڼ شمېر علماء کرامو او مسئولینو د ولایت مقام […]

 

دهلمند ولایت باباجي ولسوالۍ کي د برمو د څاګانو د سرونو د پټولو په اړه د مسئولینو غونډه دایره سوه.

دباختر اطلاعاتي اژانس د باباجي ولسوالۍ څخه خبر راکوي چي نن له غرمې مخکي ددې ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي مختارصاحب،امنیه قوماندان محترم سیف الرحمان صاحب ګڼ شمېر علماء کرامو او مسئولینو د ولایت مقام د هدایت سره سم د برمو د سرونو د پټولو په اړه غونډه وکړه.
غونډه کي پرېکړه وسوه چي د ولسوالۍ په هر ګوټ ګوټ کي د برمو د څاګانو سرونه باید پټ کړل سي.تر څو دانسانانو په ځانګړې ډول د ماشومانو د متضرر کېدلو مخه ونیول سي.
په غونډه کي ددې کار پر عملي تطبیق باندي ټینګار وسو او په اړه یې د خلګو د عامه پوهاوي دپاره پر ځینو پلانونو بحث او خبري وسوې.

دیادولو ده چي په دا وروستیو کي د هېواد په یوشمېر ولایتونو کي څو تنه ماشومان څاګانو ته لوېدلي چي ځیني یې روغ را ایستل سوي خو ځینو یې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
نو په همدې اساس د مرکز او ولایتونو په کچه وخلګو ته ویل سوي چي د خپلو څاګانو سرونه پټ کړي تر څو بیا دغه ډول پېښي تکرار نسي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۴ هــ ق