امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه لیدنه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۴) شیخ الحدیث والتفسیر امیرالمؤمنین هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د ۲۱۵ عزم قول اردو ته د سفر په ترڅ کې د يادې قول اردو د مېشتو قطعاتو او جزوتامونو څخه ليدنه وکړه. د دغه سفر په ترڅ کې امير المؤمنين د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان ملا شراف الدين تقي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۴) شیخ الحدیث والتفسیر امیرالمؤمنین هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د ۲۱۵ عزم قول اردو ته د سفر په ترڅ کې د يادې قول اردو د مېشتو قطعاتو او جزوتامونو څخه ليدنه وکړه.

د دغه سفر په ترڅ کې امير المؤمنين د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان ملا شراف الدين تقي او مجاهدينو سره په يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او د مجاهدينو يې د خاورې په ساتنه او امنيت د ټينګښت په برخه کې د هڅو ستاينه وکړه.

اميرالمؤمنين مجاهدينو ته د لا بيدارۍ او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په برخه کې کلک ټينګار وکړ او له ټولو يې وغوښتل چې ولس سره د خدمت کولو په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي.

همداراز اميرالمؤمنين د مجاهدينو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدو سربېره هغوی ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او مجاهدينو ته يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ .