امریکا د افغانستان د دائمي اشغال په فکر کې

که له یوه پلوه دمکارې فرصت طلبې  امریکا او دکابل دګوډاګي رژيم له لوري دسولي غولونکې څرګندونې او هڅي کیږي، خو له بله پلوه دامریکا دجمهوري غوښتونکو او ديموکراتانو دبهرنۍ تګلارې سالاکاران دافغانستان ددائمي اشغال په اړه بحثونه کوي او امریکايي جنرالان دخپل اشغال ددوام لپاره پلانونه جوړوي. وړمه ورځ په افغانستان کي داشغالګرو پوځیانو لپاره […]

که له یوه پلوه دمکارې فرصت طلبې  امریکا او دکابل دګوډاګي رژيم له لوري دسولي غولونکې څرګندونې او هڅي کیږي، خو له بله پلوه دامریکا دجمهوري غوښتونکو او ديموکراتانو دبهرنۍ تګلارې سالاکاران دافغانستان ددائمي اشغال په اړه بحثونه کوي او امریکايي جنرالان دخپل اشغال ددوام لپاره پلانونه جوړوي.
وړمه ورځ په افغانستان کي داشغالګرو پوځیانو لپاره معرفي شوي  نوي قومندان جنرال جان نيکلسن دامریکا دسنا دپوځي خدماتو کمېټې ته وویل، چي دی په افغانستان کي دبهرنیو پوځیانو پاته کیدل غوره ګڼي او نوموړي په افغانستان کي دتیري ګرو داوسني جنرال جان کمپبل هغه نظر تائید کړ، چي ویلي و،  په افغانستان کي باید داوږدې مودې لپاره امریکايي پوځیان میشت کړای شي او د اړتیا په صورت کي باید افغانستان  ته نور پوځیان هم وليږل شي،  دجنرال کمپبل په غوښتنه، چي په افغانستان کي دامریکايي پوځیانو داوږدمهاله حضور پلوي دی اوباما په تیر اکتوبر کي  پرېکړه وکړه، چي تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کي څه کم شپږ زره امریکايي پوځیان پاته شي.
په افغانستان کي دامریکا بل پخواني جنرال جان آلن هم دپنجشنبې په ورځ دبریتانیا ۴ رادیو ته په خبرو کي وویل، چي په افغانستان کي باید تر ۲۰۲۰ کال پوري په زیات شمېر کي امریکایان پاته شي، په دې ترڅ کي واشنګټن پوست ورځپاڼي دتیري سې شنبې په و رځ په خپل راپور کي دامریکا له لوري دافغانستان ددائمي اشغال په اړه ددغه هیواد نوې پاليسي په ډاګه کړه.
واشنګټن پوست ورځپاڼي وویل، چي لوړپوړي امریکايي چارواکي په دې فکر کوي، چي دڅو لسيزو لپاره په افغانستان کي خپل پوځیان وساتي، یاده ورځپاڼه دامریکايي چارواکو له قوله وايي، چي دوی باید دخپلو ګټو لپاره په افغانستان کي پاته شي او په افغانستان برسېره په ټوله جنوبي اسیا کي فعالیت ولري.
حقيقت دادی، چي امریکا له هغه پیله دافغانستان ددائمي اشغال په فکر کي وه،  خو دمجاهدینو دبې سارې مقابلې او تیري ګرو ته دزیاتو تلفاتو د وراړولو له امله امریکايي سياستوال دې ته اړ شول، چي  د۲۰۱۴ کال تر پایه په افغانستان کي خپل جګړه ييز ماموریت پای ته ورسوي او له دغه هیواده دخپلو پوځیانو دایستلو پرېکړه وکړي،  خو څنګه چي امریکاپه سیمه کي اوږدمهاله اهداف او پلانونه لري او دجګړې دروند  پيټی یې هم اوس له اوږو پورته شوی، نوځکه غواړي، چي په سیمه کي خپل دوامداره حضور وساتي.
امریکا دخپلي امپراطورۍ دپراخولو او د خپل دجالي نیو ورلډآرډر لاندي دټولي نړۍ د راوستلو لپاره دا اړينه بولي، چي دافغانستان اشغال ته دوام ورکړي او دافغانستان په ګډون په ګاونډیو او دسیمي په نورو هیوادونو کي ددوی په اصطلاح دتروريستانو سره دمقابلې تر عنوان لاندې خپلي پوځي اډې وساتي، دهمدې امپراليستي موخو لپاره امریکا اوس مهال له سوریې، ليبیا او دلويدځي افريقا له هيوادونو پرته، چي تیراو سږ کال يې ښکاره او پټي اډې پکي جوړي کړي، دنړۍ په ۱۳۰ هیوادونو کي تر ۱۰۰۰ زیاتي پوځي اډې لري، چي تر نیم ميليون زیات پوځیان، استخباراتي کارکونکي او نور مامورین پکي میشت دي، چي په دې کي ډیري داسي اډې شته، چي تر نيمي پيړۍ وړاندې جوړي شوي او تراوسه هم امریکایان پکي شتون لري.
داچي امريکایان په افغانستان کي دخپل اشغال ددوام لامل ددوی په اصطلاح له تروريستانو سره مقابله ښيي، داسیا په نورو هیوادونو، اروپا، استراليا او خپله دامریکا دوچي په هیوادونو لکه کاناډا، لاتينه امریکا او… کي دامریکا دپوځیانو دموجودیت لامل څه دی؟  
 ځواب يې واضح دی، په دې اړه دامریکا مشهور پوځي مورخ تشالمرز جونسن وايي: په نړۍ کي زموږ دپوځي اډو موخه دخپلي امپراطورۍ پراخول او دنړۍ په وچه او سمندرونو ولکه کول دي.
دامریکايي سياستوالو له نويو څرګندونو او دامریکا له پاليسي ،  څخه څرګندیږي، چي هغوی غواړي، افغانستان هم ددائم لپاره دخپلي امپراطورۍ برخه وګرځوي، خپل کلتور نور هم پکي خپور کړي،  عيسویت ته پکي لا ترويج ورکړي او په بشپړ ډول له افغاني اسلامي ټولني څخه یوه امریکایي ټولنه جوړه کړي، چي دځمکي او هوا او دسپينو او سرو يې دوی مالکان وي.
خو په ماډرنو وسلو سمبال دغرب له لښکرو  سره دافغان ولس ۱۴ کلن مقاومت دا روښانه کړه، چي د امریکايي سياستوالو دا خوب به هیڅکله رښتیا نشي، چي دوی به په افغانستان کي تل پاتی شتون ولري، یا به افغان جهادي خوځښت له منځه یوسي، یا به په خپلو تیرایستونکو هڅو مقاومت غلی کړي او يا به له دغې خاورې څخه دخپلي دائمې اډې او خپلو موخو لپاره کار واخلي، ځکه افغان ولس هیڅکله دخپلي ازادۍ سودا نه کوي، چي بیا نه ازادۍ ترلاسه کړای شي او نه هم سوکالي اوپرمختګ، بلکه هغوی دازادۍ لپاره جګړه کوي، چي هم ازادۍ ترلاسه کړي او هم پرمختګ.
افغانان په دې پوهیږي، چي دامریکا اشغال له جګړې پرته په بل هیڅ ډول پای ته نشي رسول کيدلی او همدا جګړه ده، چي دامریکایانو هیلي به له خاورو سره خاوري کوي او هغوی به دجګړې په مټ د شهيدانو په وینو له دې مېنځل شوې خاوري څخه شړي، ځکه ټولي نړۍ وليدل، چي د۲۰ پيړۍ په دوهمه نیمايي کي امریکایان دجګړې په زور له ویتنام څخه وشړل شول او نړۍ ویني، چي دغه امپراليستي هیواد په هغو هیوادونو کي، چي مقاومت ورسره نه کیږي، له لسيزو راهیسي خپلې پوځي اډې لري ، چي نه دهغو ولسونو مخالفت په امریکاکومه اغېزه لرلی شي اونه يې هم دمشرانو مخالفت او هڅي دامریکا اشغال ته خاتمه ورکولای شي،  چي په دې ډول داشغال په وړاندي له مقاومته بې برخي دغه هیوادونه تل دامریکا تر اشغال لاندي پاته دي.
خو افغانستان هغه هیواد نه دی، چي نیواکګر دي پکي خپلي هیلي پوره او ارام ژوند دي پکي ولري،  بلکه افغانانو تل پردیو ته دجنګ ترخه ورڅکلي، هیڅ پردي ته یې اجازه نه ده ورکړې، چي دغه خاوره خپله کړي  او په اسلامي مېړانه یې همېشه اشغالګر مختوري له خپل هیواده شړلي اوله جهاده نه ستړی کيدونکی دا ولس به امریکایان هم له ورته برخلیک سره مخ کوي، انشاء الله.
 موسی مهاجر