افغانستان ته د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱) افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه. د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي: د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱) افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه.
د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي: د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
د افغانستان بانک رهبري هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.