افغانستان ته د ۴۰میلیون ډالرو بشري مرستو بله کڅوړه را ورسېده

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۵) ۱۴۴۴ د شعبان المعظم ۱۵ مه – افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدې بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه. دا په روانه اونۍ کې د نغدې بشري مرستې دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته را رسېږي. د افغانستان بانک د هر […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۵)
۱۴۴۴ د شعبان المعظم ۱۵ مه – افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدې بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یو سوداګریز بانک ته و سپارل شوه. دا په روانه اونۍ کې د نغدې بشري مرستې دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته را رسېږي.
د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
د افغانستان بانک رهبري پر دې باور ده چې د بانکي سکتور له لارې د بشري مرستو برابرول روڼتیا راولي او خلکو ته د مرستو په رسولو کې اسانتیا رامنځته کوي.