اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست د عامه پوهاوي او همغږۍ لومړۍ ناسته ترسره کړه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) ياده ناسته د روان ١٤.١ ه ش کال د قوس مياشتې په ٢٢ نېټه اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه. د غونډې ګډنوال د ا.ا.ا محترم ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معین ښاغلي مهاجر فراهي، ا.ا.ا مرستیال ویاند […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) ياده ناسته د روان ١٤.١ ه ش کال د قوس مياشتې په ٢٢ نېټه اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د غونډې ګډنوال د ا.ا.ا محترم ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معین ښاغلي مهاجر فراهي، ا.ا.ا مرستیال ویاند ښاغلي بلال کریمي، د وزارتونو محترم وياندويان سربیره ازادو خبریالانو هم ګډون درلوده.
د غونډې پیل د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره وشو، وروسته د یاد ریاست رئیس ښاغلي هدایت الله هدایت د ریاست مسئولیتونو، اطلاعاتو ته د لاس رسي اړتیا او په اهمیت وغږیده او ژمنتیا یې څرګنده کړه چې یاد ریاست به په خپلو مسئولیتونو تر سره کولو کې هیڅ راز هڅې ونه سپموي.
او ویاندویان یې مخاطب کړل چې دوي باید رسنیو ته پر وخت معلومات ورکړي.
وروسته ښاغلي مهاجر فراهي په خپلو څرګندونو کې اطلاعاتو ته لاس رسی د ملت حق یاد کړ او ټینګار یې وکړو چې د ولس او امارت په منځ کې مؤثق معلومات غښتلی باور رامنځته کولی شي.
مرستیال ویاند ښاغلي کریمي خپلې وینا په مهال ویامدویانو، ریاست په کارمندانو او ټولنیزو فعالانو باندې غږ وکړ چې د معلوماتو په خپرونه او ولس ته رسونه کې لازیات زیار وباسي تر څو د شایعاتو مخه ونیول شي.
د افغانستان اسلامي امارت ښاغلي ویاند د وزارتونو ویاندویانو ته توصیه وکړه چې اول لاس معلومات دې رسنیو سره شریک کړي او په خپلو دندو کې دې هڅانده و اوسي تر څو ملت او رسنۍ اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې له ناهیلۍ سره مخ نه شي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه خپلې ارزښتناکې مشورې، غوښتنې او وړاندیزونه د مسئولینو سره شریک کړل او مسئولینو ورته د عملي کولو ډاډ ورکړ.
د یادوني وړ ده چې اطلاعاتو ته د لاس رسې پخوانی کمیسون چې اوس یې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت تر چتر لاندې د ریاست په توګه خپل فعالیتونه تازه پیل کړي دا یې لومړۍ ناسته وه چې د عامه پوهاوي په پار ترسره شوه.