اسلامي امارت د ترکیې او سوریې له زلزله‌ ځپلو مرسته اعلان کړه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۶) د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې او سوریې له وروڼو مسلمانو ولسونو سره، چې په وروستۍ سخته زلزله کې يې ګڼ ځاني او مالي زیانونه ولیدل او وروستۍ شمېرې د تلفاتو مخ په لوړېدو کچه ښيي، یو ځل بیا خپله خواخوږي څرګندوي او په دې سخت وخت کې خپلو دردېدلیو وروڼو او […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۶) د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې او سوریې له وروڼو مسلمانو ولسونو سره، چې په وروستۍ سخته زلزله کې يې ګڼ ځاني او مالي زیانونه ولیدل او وروستۍ شمېرې د تلفاتو مخ په لوړېدو کچه ښيي، یو ځل بیا خپله خواخوږي څرګندوي او په دې سخت وخت کې خپلو دردېدلیو وروڼو او خویندو سره درېږي او د بشري خواخوږۍ او اسلامي اخوت پر بنسټ د لس میلیونه (۱۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو په کچه د ترکیې له زلزله ځپلو سره او د پنځه میلیونه (۵،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو په کچه د سوریې له زلزله ځپلو سره مرسته اعلانوي.
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د ژغورنې او روغتیا ټیمونه هم چمتو دي، چې د اړتیا پرمهال د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي او د خپلو ترکي او سوري زلزله ځپلو خویندو او وروڼو مرستې ته ورسېږي.
همداراز، د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې د ا. ا. ا. دیپلوماتیک ماموریت ته هدایت ورکوي، چې د خپلو امکاناتو په محدوده کې زلزله‌ ځپلو سره له خپلو هڅو او هاند دریغ ونه کړي او په ترکیه کې له مېشتو افغانانو هم هیله کوو چې له زلزله‌ ځپلو څخه خپلې مرستې ونه سپموي.