نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زرنج ۷ لیندې نن یکشنبه د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په همغږي د UNHCR او HRD له لوري پر ۳۳۴ بی وزلو کورنیو نقدي مرسته وویشل شوه. د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوي صدیق الله نصرت وویل: د خاشرود او زرنج په ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بې وزله کورنۍ […]
د زرنج ۷ لیندې
نن یکشنبه د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست په همغږي د UNHCR او HRD له لوري پر ۳۳۴ بی وزلو کورنیو نقدي مرسته وویشل شوه.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوي صدیق الله نصرت وویل: د خاشرود او زرنج په ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بې وزله کورنۍ چې د کډوالو چارو ریاست سره په همغږۍ د UNHCR او HRD لخوا سروې شوې دي.
هغه زیاته کړه: “دغه مرستې به په دوو پړاوونو کې وویشل شي، په لومړي پړاو کې به د ۱۶۵ امریکايي ډالرو په اندازه نقدي او په دویم پړاو کې به د ۲۶۵ ډالرو په ارزښت ژمني توکي وویشل شي.”
د يادونې وړ ده، چې دغه مرستې پر هغو بې وزلو، کونډو، معلولينو او سرپرستانو وېشل کېږي، چې د وروستيو نحولاتو له امله بې کاره شوي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.