نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د چهارشنبې په ورځ د هلمند ولایت دکرنې اوبو لګولو، او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د ANCC موسیسې لخوا د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کښي شاوخوا ۷۵۰ هغه کروندګرو ته چې د وچکالۍ او د جګړو له کبله یې کښتونو ته زیانونه اوښتې وه په داسي حال کې ورته د غنمو اصلاح سوي […]
د چهارشنبې په ورځ د هلمند ولایت دکرنې اوبو لګولو، او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د ANCC موسیسې لخوا د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کښي شاوخوا ۷۵۰ هغه کروندګرو ته چې د وچکالۍ او د جګړو له کبله یې کښتونو ته زیانونه اوښتې وه په داسي حال کې ورته د غنمو اصلاح سوي تخمونه وویشل سول چې د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو، او مالدارۍ رئیس مولوي سید جلال الدین اغاصاحب هم ګډون درلود.
د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو، او مالدارۍ ریاست او د ANCC موسیسې په ګډه همکارۍ څه موده وړاندې په کجکي ولسوالۍ کښي هغه کروندګر چی دوچکالۍ او جګړو له کبله یې کښتونو ته زیان اوښتی ؤ د یوې شفافي سروي له مخي انتخاب سوي وه او نن ورځ ورته د غنمو اصلاح سوي تخمونه وویشل سول.
د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس مولوي سید جلال الدین آغا د ANCC موسیسې د مسؤلینو دا ډول کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چي دا ډول مرستې به د کروندګرو د کښتونو په حاصلاتو کې د پخوا په نسبت څو چنده زیاتوالې راولي.
د کجکي ولسوالۍ کروندګرو د اوبولګولو، او مالدارۍ ریاست او ANCCموسیسې د دې ګام ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې اصلاح سوي تخمونه د حاصلاتو په ډېرښت کې مرسته کولای سي.
بزګرانو همدا راز د اوبولګولو، او مالدارۍ ریاست او موسیساتو څخه غوښتنه وکړه چې شمالي ولسوالیو ته دي خپله پاملرنه زیاته کړي.
د یادوني وړ ده چې د یادي موسیسې او مالدارۍ ریاست لخوا به ډېر ژر یادو کروندګرو ته کیمیاوي سري(۵۰ کیلو ګرامه DAP او ۵۰ کیلو ګرامه سپین یوریا) هم توزیع سي.
نېټه؛۱۴۴۳/۵/۱۸ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.