یو میل تاریخي توپک کندهار موزیم ته وسپارل شو.

  د دوشنبې په ورځ د کندهار یو تن فرهنګپال اوسیدونکي سلطان شاه یو میل تاریخي توپک چي تاریخي قدامت ئې تر سلو کالو زیات دئ کندهار موزیم ته وسپاری. نوموړي کس زیاته کړه، چي، موزیم ته د یاد توپک څخه د سپارلو هدف ئې دا دئ، تر څو یاد تاریخي توپک په موزیم کي […]

 

د دوشنبې په ورځ د کندهار یو تن فرهنګپال اوسیدونکي سلطان شاه یو میل تاریخي توپک چي تاریخي قدامت ئې تر سلو کالو زیات دئ کندهار موزیم ته وسپاری.
نوموړي کس زیاته کړه، چي، موزیم ته د یاد توپک څخه د سپارلو هدف ئې دا دئ، تر څو یاد تاریخي توپک په موزیم کي خوندي وساتل سي.
سلطان شاه وویل، چي یاد تاریخي توپک ئې د زړو اوسپنو پلورنکي څخه ترلاسه کړی.
نوموړی زیاتوي، چي د تاریخي اثارو د ارزښت او خوندي ساتلو په هدف اړینه بولي، چي یاد لرغونی توپک کندهار موزیم ته وسپاري.
اطلاعات او فرهنګ ریاست د کندهار ښار د ټولو اوسیدونکو څخه په ډېر درنښت هیله کوي، چي خپل ټول تاریخي اثار دي د لا خونديتوب په موخه کندهار موزیم ته وسپاري.