نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ” الکوزي شرکت” له لورې د نیمروز ولایت، د مخدره توکو په وړاندي د مبارزي د مدیریت سره یو ۱۰۰۰،۰۰۰ میلیون افغانۍ نقدي پیسي، ۱۵۰ پارسله ۲۵ کیلوي وریجي، ۱۵۰ پارسله ۵۰ کیلوي اوړه، ۴۵۰ کیلو لپه، ۴۵۰ کیلو لوبیا، ۴۵۰ کیلو بوره، ۴۵۰ جلده قرآن اعظیم الشان، ۱۵۰ بوتله ۵ کیلوي غوړي […]
د ” الکوزي شرکت” له لورې د نیمروز ولایت، د مخدره توکو په وړاندي د مبارزي د مدیریت سره یو ۱۰۰۰،۰۰۰ میلیون افغانۍ نقدي پیسي، ۱۵۰ پارسله ۲۵ کیلوي وریجي، ۱۵۰ پارسله ۵۰ کیلوي اوړه، ۴۵۰ کیلو لپه، ۴۵۰ کیلو لوبیا، ۴۵۰ کیلو بوره، ۴۵۰ جلده قرآن اعظیم الشان، ۱۵۰ بوتله ۵ کیلوي غوړي او ۱۰۰۰ تختي کمپلي مرستي وشوي
په دې تړاو د الکوزي شرکت ولایتي مسؤول محمد امین احدي رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل، زموږ موخه د بي وزلو سره مرسته ده، دې مدیریت ته مو ځکه مرستي ورکړي، ترڅو د دوی له طریقه د روږدو کسانو د تداوي کوونکو سره وشي.
په ورته مهال، د ولایت مقام د دفتر رئیس محمد حق بشیر د شرکت د رهبري څخه د مننې ترڅنګ وویل، په زرنج ښار کې هغه کسان، چې په نشه یی توکو اخته دي، د ولایت مقام رهبري پلان لري، ترڅو روږدې کسان تر تداوي لاندي ونیسي او مرسته سوي خوراکي توکي دوی ته ورکول کیږي.
په نږدې راتلونکو کې د زرنج ښار څخه روږدې کسان ټولیږي او د ترک لپاره ځانګړي ځایته انتقال کیږي دا خبري د مخدره توکو په وړاندي د مبارزي مدیر ملا جمعه ګل عثماني وکړي، ښاغلي عثماني همداراز د شرکت څخه د منني وروسته د نورو شرکتونو او تجارانو څخه د همکارۍ هیله هم وکړه.
دا په داسي حال کې ده، چې د نیمروز والي، ملا نحیب الله رفیع د تېري اونۍ د ولایت مقام په اداري غونډې کې په نشه یې توکو د اخته کسانو د تداوي او د ښار څخه د انتقال ډاډ یې ورکړی ؤ.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.