نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ د لایق په نوم د انګلیسي ژبي، ساینسي علومو او کمپیوټر ښونیز مرکز څخه ۴۰ تنه زده کوونکو دفراغت په مناسبت دګرمسیر ولسوالۍ د لکړۍ بازار د مکتب په ساحه کي یو خوندور پروګرام جوړ سو. په یاد پروګرام کي د لایق ښوونیز مرکز مدیر داکتر سید امین الله اغا، د یاد […]
تېره ورځ د لایق په نوم د انګلیسي ژبي، ساینسي علومو او کمپیوټر ښونیز مرکز څخه ۴۰ تنه زده کوونکو دفراغت په مناسبت دګرمسیر ولسوالۍ د لکړۍ بازار د مکتب په ساحه کي یو خوندور پروګرام جوړ سو.
په یاد پروګرام کي د لایق ښوونیز مرکز مدیر داکتر سید امین الله اغا، د یاد ښوونیز مرکز استادانو، شاعرانو، نعت خوانانو او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون کړی وو، پیل یې د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره وسو. ورپسې د یاد ښوونیز مرکز مسؤل محترم داکتر سید امین الله اغا د دیني او عصري علم د ارزښت او اهمیت په اړه ارزښتناکه وینا وکړه. نوموړي وویل: چي د علم زده کړه له کوره تر ګوره پر هر مسلمان فرض ده، نو ستاسو ټولو هیوادوالو څخه داهیله کوم چې باید خپل بچیان د درس له ثمرې څخه بي برخې نه کړئ، او درس ته یې وهڅوي تر څو په راتلونکي کي هم د هیواد او هم ستاسو د خدمت وړ وګرځي.
ورپسې د شاعرانو او ترانه ویوونکو له خوا یاد پروګرام ته خپل ترتیب سوي شعرونه او ترانې وړاندي سوې.
د غونډي په وروستیو کي د لایق ښوونیز مرکز د ادارې لخوا فارغ سوو زده کوونکو ته د فراغت اسناد ورکړل سوه. یاد پروګرام په دعائیه وینا پای ته ورسېد.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۵ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.