ګرشک کي د ترافیکي پیښي له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ:

  تېره ورځ غرمه مهال دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي د سامنار په دښته کي د یوه عراده کورولا ډوله موټر او موټرسایکل د ټکر له امله موټرسایکل چلونکی محمداقبال ولد عبدالشکور سخت ژوبل سو. دباختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي ژوبل سوي کس روغتون ته تر لېږد وروسته د ژورو ټپونو له […]

 

تېره ورځ غرمه مهال دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي د سامنار په دښته کي د یوه عراده کورولا ډوله موټر او موټرسایکل د ټکر له امله موټرسایکل چلونکی محمداقبال ولد عبدالشکور سخت ژوبل سو.

دباختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي ژوبل سوي کس روغتون ته تر لېږد وروسته د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

خبر زیاتوي چي دغه موټر د نوزاد ولسوالۍ څخه ګرشک ته روان وو چي ناڅاپه د هغه موټرسایکل سره ټکر سو چي د ګرشک څخه نوزاد ته پرلاره وو.

خبر زیاتوي چي د پيښي په تړاو موټرچلونکی شفیع الله نیول سوی او اړوند ارګان ته سپارل سوی.

نېټه: ۱۴۴۳/۷/۲۹ هـ ق