‏ګردېز ښاروالۍ د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت يو شمېر پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارلې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۵) ګردېز ښاروالۍ له خپلې پراختیایي بودیجې په ګردېز ښار کې د لس میلیونو په ارزښت د يو شمېر بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې بشپړې ‏او نن ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې. په همدې موخه د یادو پروژو په پرانیستو مراسمو کې پکتیا والي ښاغلی […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۵) ګردېز ښاروالۍ له خپلې پراختیایي بودیجې په ګردېز ښار کې د لس میلیونو په ارزښت د يو شمېر بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې بشپړې ‏او نن ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
په همدې موخه د یادو پروژو په پرانیستو مراسمو کې پکتیا والي ښاغلی حاجي دعوت، ګردېز ښاروال الحاج مولوي شریف الله “الهام”، امربالمعروف او نهې عن المنکر ریس شیخ صیب نقره کار او یو شمیر نورو چارواکو، مسؤلینو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
په دغو پروژو کې د ولایت مقام څلورلارې شاوخوا سړک او سړک غاړې ویالې اساسي جوړیدل،
‏د خواجه حسن ساحه کې د کانګریټي معیاري جمپونو جوړښت، د ښار مرکزي نقطو کې د پُلچکونو بیارغونه او ګردېز _ خوست پُل تخریب شویو برخو بیارغونه، رنګ امیزي او ددې پُل د دواړو کرښو اساسي جوړښت او قیر اچونه شامله وه.