نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رئيس ښاغلي ګل زرین کوچي په خپل کاري دفتر کې د انوف انلس مؤسیسې له مسؤلې سوسانا فیوزیټي سره وکتل. په دې کتنه کې د انوف انلس مؤسیسې مسؤلې آغلې سوسانا فیوزیټي په کابل او د افغانستان په […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رئيس ښاغلي ګل زرین کوچي په خپل کاري دفتر کې د انوف انلس مؤسیسې له مسؤلې سوسانا فیوزیټي سره وکتل.
په دې کتنه کې د انوف انلس مؤسیسې مسؤلې آغلې سوسانا فیوزیټي په کابل او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ لپاره یې د وزارتونو، مستقلو ادارو او مؤسیساتو تر منځ یې ورته ناستې ګټورې او اړینې وبللې او د مرستو په ویش کې یې په همکاري او همغږي ټینګار وکړ.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رئيس ښاغلي ګل زرین کوچي د دوی د معلوماتو له اورېدلو څخه وروسته زیاته کړه چې، یاد وزارت د اصولو او قوانینو په چوکاټ کې د ټولو خیریه مؤسیسو استقلالیت ته ژمن دی او دغه راز یې کوچیان د هېواد بې برخې قشر یاد کړ، هغه وویل چې هیڅ دول بشري اپراختیایي مرستو ته لاسرسی نه لري، له همدې امله یې د یادې مؤسیسې له مسؤلې وغوښتل چې د مرستو په وېش او پراختیایي چارو کې دوی ته پاملرنه وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.