کونړ: ۱۰ کیلومتره کانالونو د ترمیم او پاکولو چارې بشپړې شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د کونړ ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې د UNDP ـ ملګرو ملتونو پر مختیایي ادارې په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسیسې له خوا په وټه پور ولسوالۍ کې  د ۳۱،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت په بېلابېلو کلیو کې د ۶۴ کیلو متره کانالونو د ترمیم […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د کونړ ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې د UNDP ـ ملګرو ملتونو پر مختیایي ادارې په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسیسې له خوا په وټه پور ولسوالۍ کې  د ۳۱،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت په بېلابېلو کلیو کې د ۶۴ کیلو متره کانالونو د ترمیم او پاکولو چارې پیل شوي چې له جملې یې د ۴،۵۵۵،۰۰۰ افغانیو په لګښت د کټار قلعه او کرمول ډاګ د ۱۰ کیلو متره کانالونو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د پروژې مسوول انجینیر شیرالله وویل، د کټار قلعه او کرمول کانالونو کې ۱۷۵ متره استنادي دیوالونه او سربندونه هم جوړ شوي، چې زر جرېبه ځمکه به د خړوبولو پوښښ لاندې راولي.