نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳)د کونړ ولایت د ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو دلګی مشرانو او ولسي خلکو له خوا ۴۰۳ میله سپکې او درنې وسلې او لس ګونه زره فیره مهمات د ا.ا د وسلو او وسایطو راټولولو ګډ کمېسیون ته وسپارل شوې چې اړوند امنیتي ارګانونو ته به ورکړل شي. له همدې امله په […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳)د کونړ ولایت د ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو دلګی مشرانو او ولسي خلکو له خوا ۴۰۳ میله سپکې او درنې وسلې او لس ګونه زره فیره مهمات د ا.ا د وسلو او وسایطو راټولولو ګډ کمېسیون ته وسپارل شوې چې اړوند امنیتي ارګانونو ته به ورکړل شي. له همدې امله په جوړو شویو مراسیمو کې د کونړ والي مولوي احمد طه سربېره د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي، امنیه قومندان عبدالحق حقـ اني، په ختیځو ولایتونو کې د وسلو او وسایطو راټولو کمېسیون استازي مولوي سعید الله رضوان، استخباراتو ریاست مرستیال او نورو مسوولینو برخه اخیستې وه، چې د دلګی مشرانو ولسي خلکو څخه د مننې ترڅنګ له مسوولینو او خلکو وغوښتل چې د تصفیې، وسلو او وسایطو راټولولو کمېسیونونو سره همکاري وکړي. د خالد بن ولید رض قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي او د کمېسیون استازي مولوي سعیدالله رضوان د څرګندونو پر مهال د بیت المال په تحفظ د ټینګار کولو ترڅنګ له خلکو وغوښتل چې پرته له ځنډ ټول هغه نظامي وسایل، وسایط، وسلې او مهمات چې په غیرې قانوني توګه یې له ځان سره ساتلي کمېسیون ته وسپاري، د سرغړونې په صورت کې به ورسره شرعي، قانوني چلند وشي
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.