نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۸) د کونړ ولایت مقام په همکارۍ د ټولګټو چارو ریاست له خوا د اسمار بن شاهي ۲۰ کیلو متره سړک او د سړک پر غاړې د باراني او سېلابي رطوباتو د پاکولو چارې بشپړې شوي. ځايي خلکو د سړک پاکولو له امله د خوښیو څرګندولو ترڅنګ له ولایتي ادارې د سړک تخریب […]
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۸) د کونړ ولایت مقام په همکارۍ د ټولګټو چارو ریاست له خوا د اسمار بن شاهي ۲۰ کیلو متره سړک او د سړک پر غاړې د باراني او سېلابي رطوباتو د پاکولو چارې بشپړې شوي. ځايي خلکو د سړک پاکولو له امله د خوښیو څرګندولو ترڅنګ له ولایتي ادارې د سړک تخریب شویو برخو د اساسي رغونې غوښتنه کوي. د کونړ والي مولوي احمد طه وویل، د ولسونو سره د کړې ژمنې په اساس یې د ولایتي ادارې له شته امکاناتو او وسايطو څخه په استفادې د یاد سړک د پاکولو چارې بشپړې کړې. هغه وویل د سړک زیانمنو شویو برخو رغولو لپاره یې خپل وړاندیزونه له وزارت سره شریک کړي او د پروژې پیل لپاره به هڅې جاري وساتي. د کونړ ټولګټو چارو رییس قدرت الله معاذ وویل د سړکونو رغونې ته کلکه پاملرنه کوي او هڅه کوي چې د دانګام وروسته د ناواپاس سړک د پاکولو چارې هم بشپړې کړي. یاده دې وي دغه ولسوالۍ د سپرلي موسم په رارسېدو د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سیلانیانو کوربه وي، چې د سړک په پاکولو او پراختیا سره به د ځایي خلکو ترڅنګ سېلانیانو ته هم پوره اسانتیاوې رامنځته شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.