کونړ: د اسعد اباد برښناکوټ د ترمیم او وړتیا لوړونې چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د اوس برګر شرکت په تخنیکي همکارۍ د کونو ولایت د مرکز اسعد اباد برېښنا کوټ د وړتیا لوړونې چارې پیل شوې چې نږدې څلور میاشتو کې بشپړ شي. دغه مراسیمو کې د کونړ برېښنا رییس شهاب الدین یاسر وویل دغه برېښنا کوټ چې پخوا یې تر […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د اوس برګر شرکت په تخنیکي همکارۍ د کونو ولایت د مرکز اسعد اباد برېښنا کوټ د وړتیا لوړونې چارې پیل شوې چې نږدې څلور میاشتو کې بشپړ شي.
دغه مراسیمو کې د کونړ برېښنا رییس شهاب الدین یاسر وویل دغه برېښنا کوټ چې پخوا یې تر ۳۵۰ کیلو واټه برېښنا تولیدوله او څه موده یې د تولید چارې په ټپه درېدلې وې، د ولایتي ادارې او برېښنا شرکت مسوولینو په هڅو یې د ترمیم او وړتیا لوړاوي چارې پیل او په بشپړیدو سره به یې دولتي ادارې او د اسعد اباد ډیری سیمې د برېښنا پوښښ لاندې راشي.
د پروژې انجنیر شهزاد لودین وویل، یاد برېښنا کوټ په عصري بڼه جوړیړي، چې په نوې ټکنالوژۍبه سمبال او د تولید کچه به یې ۷۰۰ کلیو واټه ته لوړه شي.