کنړ: شیګل کې ۳ پوستې فتحه، ۲ عسکر قتل، ۶ اربکیان  ټپیان شول

د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کنړ ولایت شیګل ولسوالۍ  شلتن  اړوند برکلي سیمه کې د مزدورو عسکرو او اربکیانو په ۳ پوستو د اسلامي امارت مجاهدینو پراخ بریدونه ترسره کړل. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د بریدونو په پایله کې ۳ پوستې په بشپړه توګه فتحه شوې. دغه راز […]

د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کنړ ولایت شیګل ولسوالۍ  شلتن  اړوند برکلي سیمه کې د مزدورو عسکرو او اربکیانو په ۳ پوستو د اسلامي امارت مجاهدینو پراخ بریدونه ترسره کړل.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د بریدونو په پایله کې ۳ پوستې په بشپړه توګه فتحه شوې.

دغه راز ۲ تنه عسکر ووژل شول، چې جسدونه یې دپه پوسته کې پراته دي او ۶ تنه اربکیان ژوبل شول.

په خبرکې ویل شوي، د ولایت له مرکز څخه د امنیه قومندان په مشري ددښمن لویه قوه راغله، چې په سیمه کې دمجاهدینو له کلک غبرګون سره مخامخ شوه.

جګړه دوام لري او دښمن له سختې وارخطایۍ سره مخامخ دی.

په جګړه کې لله الحمد مجاهدینو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

دغه راز نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د یاد ولایت مرکز اړوند اندسیر سیمه کې د مزدوروعسکرو په پوستو د مجاهدینو له لوري بریدونه ترسره شول، چې له امله یې دښمن ته ځاني اومالي تلفات واوښتل، خو کره شمیر یې تردې دمه نه دی روښانه شوی.

2018/4/22