کندوز کې لسګونه بابه شنې خونې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/رمضان ۴) نن د کندوز ولايت په مرکز عسقلان بېش پله سیمه کې د امارت په ۲۵ جریبه ځمکه کې د یو ملي تجار لخوا ۸۵ دانې شنې خونې جوړې او نن د ښاغلي ملا نثاراحمد نصرت، د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي امان‌الله حسن، قومي مشرانو او خبریالانو په حضور کې ګټه اخیستنې […]

الاماره (۱۴۴۴/رمضان ۴)
نن د کندوز ولايت په مرکز عسقلان بېش پله سیمه کې د امارت په ۲۵ جریبه ځمکه کې د یو ملي تجار لخوا ۸۵ دانې شنې خونې جوړې او نن د ښاغلي ملا نثاراحمد نصرت، د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي امان‌الله حسن، قومي مشرانو او خبریالانو په حضور کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادونې وړ ده چې پدې شنو خونو باندې ۳۰۰۰۰۰ درې سوه زره امريکايي ډالر لګښت راغلي چې د یو ملي سوداګر لخوا جوړ شوی دی، پدې شنو خونو کې بادرنګ او بانجان رومي کښت شوي دي.