کندهار کې د میلکو شرکت څخه د کرنې سرپرست وزیر لیدنه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۰ هـ.ش ۱۶ جمادي الاول ۱۴۴۳ هـ.ق د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد او د یاد وزارت مالې او اداري چارو مرستيال مولوي فضل الباري فضلي کندهار ته د خپل سفر پر مهال په دغه ولايت کې د میلکو له شرکت څخه ليدنه وکړه. د کرنې سرپرست وزیرد میلکو […]

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۰ هـ.ش

۱۶ جمادي الاول ۱۴۴۳ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد او د یاد وزارت مالې او اداري چارو مرستيال مولوي فضل الباري فضلي کندهار ته د خپل سفر پر مهال په دغه ولايت کې د میلکو له شرکت څخه ليدنه وکړه.

د کرنې سرپرست وزیرد میلکو شرکت څخه د لیدنې پر مهال د هیواد د لبنیاتو د سکتور په اړه له مسوولینو سره خبرې وکړې او د دغه شرکت د فعالیتونو ستاینه یې وکړه.

همدا رنګه نوموړي د میلکو شرکت د مسوولینو ستونزې واوریدې او ژمنه یې وکړه چې د دوي د ستونزو د هوارولو لپاره به پوره هڅه وکړي.

میلکو شرکت په کندهار کې د لبنیاتو د تولید او پروسس یو شرکت دی چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د لبنیاتو د تولید اوپروسس په برخه کې فعالیت کوي.