نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په کندهار کي د صدیق الله روحاني په نوم یوه خصوصي سوداګریز شرکت د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست سره په هر ډول روغتیایي تجهیزاتو برابر د دوو امبولانسونو مرسته وکړه، چي د دوشنبې په ورځ سهار ددې شرکت مشرانو یاد دوه امبولانسونه د عامي روغتیا ریاست مسئولینو ته وسپارل، چي پر مهال یې […]
په کندهار کي د صدیق الله روحاني په نوم یوه خصوصي سوداګریز شرکت د کندهار ولایت د عامي روغتیا ریاست سره په هر ډول روغتیایي تجهیزاتو برابر د دوو امبولانسونو مرسته وکړه، چي د دوشنبې په ورځ سهار ددې شرکت مشرانو یاد دوه امبولانسونه د عامي روغتیا ریاست مسئولینو ته وسپارل، چي پر مهال یې د ولایت مقام استازیو او یو شمېر نورو سوداګرو هم حضور درلود.
د صدیق الله روحاني خصوصي شرکت مشر حاجي بصیر احمد وایې : د هیوادنۍ میني او افغاني احساس له وجهې یې د جاپان هیواد جوړ د دوو امبولانسونو مرسته د کندهار عامي روغتیا ریاست سره وکړه چې د یوه امبولانس لګښت ۱۸ زره امریکایي ډالره دی.
د کندهار ولایت مقام استازي قاري عبدالسلام او د عامي روغتیا رئیس حافظ عبدالحي عباس د صدیق الله روحاني سوداګریز خصوصي شرکت له مشرانو څخه ځانګړې مننه وکړه چي د دوو امبولانسونو مرسته یې ورسره وکړه.
دوی په خپلو خبرو کي وویل:: دا دوه امبولانسونه به میرویس حوزوي روغتون ته وسپاري او ورڅخه به په ښه توګه ګټه واخلي.
د ولایت مقام استازي او د عامي روغتیا رئیس پر نورو سوداګرو هم ږغ وکړ ترڅو د هیوادوالو لاس نیوی وکړي او د روغتیا ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کي هم ورسره مرستي وکړي.
دوشنبه: ۱۴۰۰۷/۱۹
۲۰۲۱/۱۰/۱۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.