نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار له یوه نظامي مرکز څخه ګڼ شمېر م جاهدین تر نظامي او مسلکي زدهکړو وروسته فارغ سول او د دوشنبې په ورځ یې د درنو او سپکو وسلو ازمویني ترسره کړې. د یاد نظامي مرکز مسئول مولوي مطیعالله فاروقي وویل: دافغانستان اسلامي امارت د راتګ سره سم یې د کندهار والي حاجي محمدیوسف […]
د کندهار له یوه نظامي مرکز څخه ګڼ شمېر م جاهدین تر نظامي او مسلکي زدهکړو وروسته فارغ سول او د دوشنبې په ورځ یې د درنو او سپکو وسلو ازمویني ترسره کړې.
د یاد نظامي مرکز مسئول مولوي مطیعالله فاروقي وویل: دافغانستان اسلامي امارت د راتګ سره سم یې د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په ځانګړې لارښوونه م جاهدینو ته نظامي او مسلکي روزنه پيل کړې، چي په ترڅ کي یې داځلي ۶۰ مجاهدین په مسلکي ډول ټولني ته وړاندي کړل او په خپلو خبرو کي یې وویل، دا م جاهدین به د کندهار ښار له خاصي قطعې سره یوځای کیږي او د امنیه قومندانۍ تر رهبرۍ لاندي به چاري ترسره کوي.
مولوي مطیعالله فاروقي په خپلو خبرو کي فارغو مجاهدینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د هیواد او ولس ساتنه په مېړانه وکړي او په خپلو خبرو کي یې زیاته کړه، په نظامي مرکز کي به یې د م جاهدینو نظامي او مسلکي روزنه راتلونکي کي هم دوام ولري.
فارغو مجاهدینو په خپلو خبرو کي لومړی د کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د نظامي زدهکړو زمینه یې ورته برابره کړه او په خپلو خبرو کي یې وویل، دوی په یاد مرکز کي ډېر څه زدهکړل او اوس به د هیواد او ولس ساتنه خورا په مېړانه سره وکړي
دوشنبه: ۱۳۴۳/۵/۸
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.